سرچینې: قطر د پاکستان او طالبانو تر منځ د مذاکراتو کوربه توب کوي

دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې قطر د طالبانو او پاکستان تر منځ د مذاکراتو د منځګړیتوب او کوربه توب وړاندیز کړی چې د پاکستان له خوا منل شوی دی. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه دغه وړاندیز تاییدوي، خو وايي، دوی له خپلې مشرتابه سره مشوره کوي.