ملګري ملتونه: په لرو پرتو سیمو کې ډیری افغان مېرمنې د زیږون پر مهال مري

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۹

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې تر ټولو زیاتې ښځې د زیږون پرمهال مري.
د دغه بنسټ په وینا، په لرو پرتو کلیو کې ډېری ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبر ورکړی چې په لرې پرتو سیمو کې د میندوارو میندو او د ماشوم ډاډمن زیږون په موخه له ښځو سره د مرستې لپاره روغتیایي کورونه جوړوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو له ډلې ۶۳۸ ښځې مري.
همدارنګه په افغانستان کې د ښې روغتیا په برخه کې د نادولتي موسسو له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې شاوخوا ۴۰ سلنه افغان مېرمنې په کور کې زیږون کوي، خو په لرو پرتو سیمو کې دا شمېره ۸۰ سلنې ته رسېږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ