مایکل مک‌کال: طالبان د امریکایانو په یرغمل کولو سره «جنایت» کوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۹

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، «طالبان بد ترهګر دي چې له ناپوهۍ داسې جنایتونه کوي او امریکایان یرغمل کوي.»
مایکل مک‌کال وویل چې جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان به د طالبانو له لوري د امریکایانو نا قانونه نیونې و نه زغمي.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا په دې موضوع کې د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو یووالی طالبانو ته یو څرګند پیغام دی.
د امریکا د استازو جرګې غړې کلاډیا ټیني په خپله ویب پاڼه کې خبر لیکلی چې راین کاربیټ چې یو امریکايي وګړی دی، د ۲۰۲۲ کال د اګست له ۲۰مې له کوم تور پرته په افغانستان کې د طالبانو له خوا زنداني دی.
د راپور له مخې، راین کاربیټ د ځمکې لاندې په یوه خونه کې ساتل کیږي پرته له دې چې تشناب، لمر یا روغتیایي پاملرنې ته منظم لاسرسی ولري.
د امریکا د استازو جرګې دغه غړي د راین کاربیټ په سملاسي خوشې کېدو ټینګار کړی او لیکلي یې دي: «امریکا به هېڅکله د راین کاربیټ د خلاصون لپاره له مبارزې لاس وانخلي. »

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ