‏په جوزجان کې د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د ‏جوزجان ولایت په دو کوه ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې. دغه لوبې په جوزجان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې امریت په همکارۍ د بلخ، فاریاب او جوزجان ولسوالۍ د ۶۰ لوبغاړو په ګډون د ځوانانو د عمر په څو کټګوریو کې ترسره شوې.