• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملا هبت الله د ځانګړي ځواک مشر هلمند کې پر دولتي ځمکه پر مدرسې سربېره «دوکانونه جوړ کړي»

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د هلمند نهر سراج کې سرچینو او اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان عبدالاحد طالب د مدرسې او جومات په نوم درې سوه جریبه دولتي او د کښت ځمکه بې له «دولتي» قرارداد ولکه کړې او په څنګ کې یې ور سره دوکانونه هم جوړ کړي دي.

دغه ځمکه د هلمند نهر سراج ولسوالۍ کې د لشکرګاه او کندهار دو راهي سړک سره د هلمند لور ته په ښې لاس کې پرته ده.

د سیمي اوسیدونکي وايي دا ځمکه دولتي ده او دغه طالب قومندان په دولتي ځمکه کې نوره ابادي شروع کړې ده.

هغه ویډیوګانې چې د سیمې اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته لیږلي دي، په کې لیدل کیږي، چې د حضرت بلال جامع په نوم جومات جوړ شوی دی.

د ویډیو په بله برخه کې مارکیټونه هم لیدل کیږي چې تازه جوړ شوي دي.

د نهر سراج لسوالۍ د لشکرګاه او کندهار دو راهي د سیمې اوسیدونکي وايي چې له کلونو راهیسې یې دغه دولتي ځمکه کښت کوله، خو اوس یې د ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي عبدالاحد طالب وسلوال نه پرېږدي چې خپل کښت شوي غنم هم اوبه وکړي.

په ویډیو کې دا هم ښکاري چې د دې ځمکې په یو برخه کې غنم تازه راشنه شوي دي.

په هلمند کې یوې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغه غصب شوې ځمکه کې یوازې د ملا هبت الله د ځانګړو ځواکونو قوماندان شریک نه دی، بلکې د هلمند ځینې اوسني چارواکي هم په دغه ځمکه کې شریکان دي.

مولوي عبدالاحد طالب، په کندهار کې مېشت د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نژدې او با اعتباره کس بلل کیږي، دی له دې وړاندې د هلمند والي و.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سیمه ییز خلک وايي مولوي عبدالاحد طالب له کوم «دولتي قرارداد» پرته په خپلسر په دغه سیمه کې درې سوه جریبه دولتي ځمکه د خپلو وسلوالو په زور لاندې کړې ده.

دا راپورونه په داسې حال کې نشریږي چې نه یوازې د طالبانو دغه لوړ رتبه طالب چارواکي د مدرسې په نوم ځمکه غصب کړې، بلکې له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا افضل اخوند د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې پر دولتي ځمکه د مدرسې مخې او څنګ ته تر ۵۰ زیاتو دوکانونو له جوړولو څخه پرده پورته کړې وه.

څو ورځې وړاندې له کندهار څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د څو ویډیوګانو په استولو سره وویل،‌ چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل وسله والو، د زاړه ښار نارنج کلا ته څېرمه،‌ د عامو خلکو یوه هدیره قبضه کړې او غواړي شخصي کور پرې جوړ کړي.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۵

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه