• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انوارالحق کاکړ او د ټاکنو د کمېسیون مشر په پاکستان کې ترسره شوې ټاکنې بریالۍ وبللې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۵۳ GMT+۰

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوار الحق کاکړ او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر خلکو ته د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي ویلې او ډاډ یې ورکړی، چې د ټاکنو پایلې به په راڼه ډول وشمېرل شي او له خلکو سره به شریکې شي.

په پاکستان کې پرونۍ ټاکنې داسې مهال ترسره شوې، چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي حالات ترینګلي وو او له خلکو سره هم د تاوتریخوالي د پېښو اندېښنې زیاتې وې.
د ځینو رپوټونو له مخې، پرون د ټاکنو په بهیر کې د پاکستان د مخالفو وسله‌والو ډلو له‌خوا تر پنځوسو زیات بریدونه شوي چې مرګ ژوبله یې هم له ځانه سره لرله.
د پوځ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مخالفینو دغه بریدونه یې په شا تمبولي او دا یې منلې چې په پرونیو بریدونو کې د دوی لس تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
دا رنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې له بلې غاړې پنځه کسان وژل شوي او ۳۹ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پرونیو ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره شپږ لکه امنیتي ځواکونه ګومارل شوي وو، چې په دوی کې د پوځ تر څنګ پولیس او ملیشه ځواکونو هم برخه لرله.
د تاوتریخوالي د پېښو تر څنګ پرون په ټول پاکستان کې انټرنېټي خدمتونه او ګرځنده ټیلیفونونه بند شوي وو، چې دې کار هم د ګڼو خلکو او سیاسي ګوندونو نیوکې راپارولې وې؛ خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا ګام یې یوازې د نا امنیو د مخنیوي په پار اخیستی و.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی

۵

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي