د ریښتر په کچه د ۴.۳ او ۴.۱ درجو پر له پسې زلزلو د بدخشان ځینې برخې ولړزولې

نن د جمعې په سهار لومړۍ زلزله په څلورو او دویمه یې د سهار په شپږو بجو وشوه، چې د دغې زلزلې غبرګو ټکانونو د بدخشان ځینې سیمې لړزولې دي. د امریکا د ځمکپېژندنې بنسټ د راپور له مخې، لومړۍ هغه یې د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې وه او بله هغه یې ۴.۱ درجه ښودل شوې ده.
