د عوامي نېشنل ګوند مرستیال مشر ټاکنو کې تر ماتې وروسته استعفا اعلان کړه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۰

د عوامي نېشنل ګوند مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي خپل پلرني ټاټوبي مردان- کې تر ټاکنیزې ماتې وروسته د ګوند له مرستیال مشرۍ استعفا ور کړه.

امیر حیدر خان هوتي وايي، په دې ضلعه کې خپله ماته مني او مسوولیت یې مني او د سیالو ګوندونو کامیابو کاندیدانو ته مبارکي ور کوي.

ښاغلی هوتي خپل اېکس کې لیکي: «زما حوزې او د مردان خلکو چې پر موږ باور ونه کړ، نو د ماتې مسوولیت منم او د ګوند له مرستیال مشرۍ هم استعفا کوم.»

خو زیاتوي چې د ګوند د غړي په توګه به د باچا خان د لښکر لارونی وي.

نوموړي په مردان کې قامي اسمبلي یا پارلمان ته د بریالي نوماند عاطف خان او صوبايي اسمبلۍ ته د کامیاب عبدالسلام خان ته مبارکي ور کړې ده.

هغه زیاتوي چې دا دوه کسان به د مردان د خلکو استازي وي او دا د ځايي خلکو حق دی چې دغه کسان یې خدمت وکړي.

د ښاغلي هوتي استعفا په داسې حال ده، چې دغه ګوند د پښتونخوا په نورو سیمو کې هم ډېرې رایې نه دي ترلاسه کړې.

د شمېرل شویو رایو له مخې تر اوسه دغه ګوند په پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ یوه څوکۍ ګټلې ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ