مجيب الرحمان له سريلانكا سره له يو ورځنیو لوبو بهر شو

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۰

د افغانستان کرېکټ بورډ په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې مجیب الرحمان تېره ورځ د تمرین پر مهال د ژوبلېدو له امله د سریلانکا سره د روانو درې یو ورځنیو لوبو بهر شو.

د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د درېیو یو ورځنۍ لوبو لړۍ نن د دغه هېواد په کوربه‌توب پیل شوه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
تر مجیب الرحمان وړاندې راشدخان ته هم د ملا د عملیاتو له امله استراحت ورکړل شوی و.
تر دې وروسته افغانستان د سریلانکا پر وړاندې درې ۲۰ اوریزه لوبې هم لري.

نور خبرونه

رادیو