د سریلانکا کرېکټ لوبډلې افغانستان ته د ۳۸۲ منډو هدف وټاکه

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۰

د سريلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سيالې لوبډلې افغانستان ته د دريو ويکټو په تاوان د ۳۸۲ منډو هدف وټاکه.

د نړيوالو يو ورځنيو یا پنځوس اوره سياليو د دریو لوبو دا لړۍ نن د سریلانکا په پلیکیلي نړۍوال لوبغالي کې پیل شوه.

افغان ملي لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ اچولو ته مخه کړه او سریلانکا ته یې د توپ وهلو چانس ور کړ.

د سریلانکا او افغانستان دویمه یو ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۱مه او درېیمه لوبه د فبرورۍ په ۱۴مه ترسره کېږي.
له یو ورځنیو لوبو وروسته افغانستان د سریلانکا پر وړاندې درې شل اوریزه لوبې هم لري، چې د فبرورۍ په ۱۷مه پیلېږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ