د پاکستان د ټاکنو کمېسون: د عمران خان ګوند او ملګري یې د ۷۲ څوکیو ګټلو سره مخکښ دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان او خپلواک کاندیدان یې د ۷۲ څوکیو په ګتلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دي.

مسلم لیګ نواز هم د ۵۹ او پیپلز ګوند د ۴۵ څوکیو ګټلو سره دویم او دریم ځای لري.

په پاکستان کې پرون ټاکنې تر سره شوې او د رایې اچونې بهیر تر بشپړېدو وروسته یې شمېر پیل شو، خو لا هم پوره پایلې نه دي اعلان شوې.

عمران خان د پښتونخوا اکثریت څوکۍ ګټلې او په پنجاب کې چې تر ټولو ډېرې پارلماني څوکۍ لري له مسلم لیګ نواز سره په سیالۍ کې روان دی.

د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د پښتونخوا په شانګله کې تر هغه وروسته تاوتریخوالی وشو چې دغه ګوند وویل، یوې حوزې په رایو کې لاسوهنه شوې ده.

په دې تاوتریخوالي کې د عمران خان درې پلویان وژل شوي او تور یې پر حکومتي ځواکونو اچول شوی دی.

د تحریک انصاف ګوند غړي وايي، د پښتونخوا یوه بله حوزه کې هم د دوی د نوماند په رایو کې لاسوهنه شوې ده.

د دغه ګوند ملاتړو د پېښور د فقیر اباد تاڼې مخ ته پرلت هم کړی دی.

د عمران خان د ګوند او پلویانو مخکښي په داسې مهال ده، چې پخپله عمران خان په زندان کې دی او تر ټاکنو مخکې اټکل دا و چې نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ به په ټاکنو کې مخکې وي.

له دې سره بیا هم د مسلم لیګ یو غړی او پخوانی مالیې وزیر اسحاق ډار وايي، چې دغه ګوند پنجاب کې اکثریت ګټلی او په قامي اسمبلۍ کې به همر تر ټولو لوی سیاسي ګوند شي.

نوموړی زیاتوي چې له رایې مرکزونو تر لاسه شوي مالومات ښيي چې دوی مخکښ دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ