مولوي عبدالکبیر: تېر شل کلن اشغال کې بهرنیو اشغالګرو د افغانستان اقلیم ته زیان رسولی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ننګرهار کې د اقلیم بدلون کنفرانس کې وویل: «په تېر شل کلن اشغال کX بهرنیو اشغالګرو د افغانستان اقلیم ته زیان رسولی.»

نوموړي پر نړيوالو غږ وکړ< چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ستونزو په مخنوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.

طالبانو نن شنبې د سلواغې په ۲۱ مه په ننګرهار کې د اقلیم بدلون په نوم علمي کانفرنس جوړ کړ.

مولوي عبدالکبیر دغه کانفرنس ته د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د هیواد د ځنګلونو ساتنه د طالبانو له لومړیتوبونو څخه ده او له خلکو یې وغښتل چې د ځنګلوونو ساتنې په برخه کې له دوی سره خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.

ددغه کنفرانس بل ویناوال د طالبانو د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وویل، چې ورځ بر بلې د اوبو سطحه مخ په ښکته کېدو ده، چې له امله یې پر اقلیم اغېز شوی او د ډینګې، ملاریا او دې ته ورته نورې ناروغۍ یې زېږولې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په دغه برخه کې له نړيوالو د مرستې غوښتنه وکړه.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطا الله عمري د خپلې وینا پرمهال وویل چې تېرو لسیزو جګړو پرمهال بېلابېلو وسلو د استعمال له کبله د افغانستان اقلیم ډېر زیانمن شوی او ترڅنګ یې وچکالي بله لویه ستونزه ده.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د خپلو خبرو پرمهال که څه هم د کوم هېواد نوم نه واخیستو خو ویې ویل چې ځینو هېوادونو د خپلو شخصي ګټو په موخه ځمکه او طبیعت له خطر او ګواښ سره مخ کړی، چې له بده مرغه افغانستان هم د زیانمنو هېوادونو په قطار کې راځي.

ندا محمد ندا هيله وښوده چې نړېوال د هغو وسایلو له استفادې مخنیوی وکړي، چې د ځمکې تو اقلیم ته زیان رسونکي وي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ