علي وزیر: پولیسو او ملېشه ځواکونو پر محسن داوړ ډزې کړې دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۱

د پاکستان پارلمان ته له سوېلي وزیرستان نوماند او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر وايي، پولیسو او ملېشه ځواکونو پر محسن داوړ ډزې کړې دي.

له شمالي وزیرستان قامي اسمبلۍ ته نوماند محسن داوړ نن د پوځي مرکز مخ ته د احتجاج پر مهال له څلورو ملګرو سره ټپي شو.

علي وزیر خپل اېکس کې لیکلي: «د میران شاه شمالي وزیرستان پولیسو او ملېشه له خوا پر محسن داوړ او ملګرو یې مخامخ ډزې خورا بزدلانه او شرمناکه پېښه ده. محسن داوړ ټپي شوی. ریاستي فاشېزم اوج ته رسېدلی دی.»

لا هم ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، کله چې محسن داوړ او ځینې نورو سیاستوالو د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د رایې شمېرنې مرکز مخ ته مظاهره کوله، د مرکز ساتونکو دروازې وتړلې او ډزې وشوې.

د نوموړي تر ټپي کېدو څو ګړۍ وروسته د پاکستان د ټاکنو کمېسون وویل، چې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او له شمالي وزیرستان پارلمان تو نوماند محسن داوړ د قامي اسمبلۍ څوکۍ وبایلله.

محسن داوړ پرون ویل چې ټاکنو کې تر نورو نوماندانو مخکې دی، خو د رایې شمېرنې مرکز کې نتایجو د بدلولوهڅه کېږي.

محسن داوړ تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ