• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فارین پالیسي: بشر نورزی د طالبانو د مشر په ملاتړ له چین سره سوداګري کوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۰

فارین پالیسۍ خبر ورکړی، چې بشر نورزی، چې د نشه يي توکو لوی قاچاقبر دی، د هبت الله اخندزاده په ملاتړ له ګوانتانامو زندان څخه له خوشې کېدو وروسته له چین سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړې دي.

بشر نورزی چې د طالبانو له با نفوده څیرو څخه دی، په ګوانتانامو کې دوه لسیزو بند تېرولو وروسته، له یوه امریکايي انجینر مارک فریکس سره په ۱۴۰۱ کال کې تبادله او له بنده خوشې شو.

بشر نورزی د طالبانو د مشرانو په منځ کې هم خورا ډېر نفوذ لري. ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو له بنسټګر ملا محمد عمر سره نږدې اړیکې درلودې او د دغې ډلې له جوړېدو راهیسې د دوی ډېری فعالیتونه تمویلوي.

فارن پالیسۍ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې بشر نورزی اوس د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره هم نږدې اړیکې لري. دغې مجلې ښاغلی نورزی د "مخدره توکو پاچاه" یاد کړی،چې د «هیروینو امپراتورۍ یې په افغانستان کې د طالبانو د اوږدې جګړې په تمویل کې مرسته کړې ده.»

د افغانستان د کانونو د برخې کارپوه جاوید نوراني فارین پالیسۍ ته ویلي، که څه هم نورزي په کانونو کې تخصص نه درلود، خو له بنده له خلاصېدو وروسته سمدستي بېرته سوداګرۍ ته راغی او د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره یې له نږدې همکارۍ له امله د افغانستان په شمال کې د سرو زرو، تېل او ګازرو قراردادونه واخیستل.

ښاغلي نوراني د نورزي اوسنی واک د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مرستیال محمد قسیم فهیم سره پرتله کړی او ویې ویل: «هغه د یوه جنګسالار په څېر دی.»

د کانونو دغه کارپوه وايي، د افغان-چین د تېلواو ګازو شرکت چې د بشر نورزي او یوې چینايي کمپنۍ په ملګرتیا جوړ شوی، د کانونو قراردادونه یې ترلاسه کړي دي. په داوطلبۍ کې د شفافیت نشتوالی او تر ټولو مهم د طالبانو له مشرتابه سره د نورزي ملګرتیا د قراردادونو په ترلاسه کولو کې د دوی د بریا اصلي لامل بلل شوی.

یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي فارین پالیسۍ ته وویل چې بشر نورزی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره، چې د تېلو د استخراج په قراردادونو قوي کنټرول لري، هم نږدې اړیکې لري.

د بشر نورزي شرکت منځنۍ اسیا ته نږدې د امو سیند ته څېرمه د هایدروکاربن ظرفیت د مطالعې او استخراج قرارداد ترلاسه کړی دی.

فارین پالیسي د خپلې سرچینې په حواله لیکلي،چې طالبان ځانونه د بشر نورزي پوروړي ګڼي.

د هبت الله له خوا له چینایانو سره د نورزي د سوداګرۍ ملاتړ

فارین پالیسۍ ورځپاڼه له چینایانو سره د نورزي سوداګرۍپه اړه د هبت الله اخندزاده د ملاتړ په هکله په داسې وخت کې راپور ورکړی، چې په دې وروستیو کې د چین ولسمشر شي جین پینګ په بیجینګ کې د طالبانو د استازي اعتبار لیک ومنلو.

د دې مجلې په راپور کې راغلي، چې اوس داسې ښکاري چې د افغانستان د کاني شتمنیو د استخراج لپاره د چین اوږدمهاله پلانونه مستقیماً د طالبانو د پیسو له اړتیا او ډیپلوماټیکې پېژندګلوۍ سره تړاو لري.

بشر نورزی او امیر خان متقي
100%
بشر نورزی او امیر خان متقي

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه پورې د چین له واکمن کمونست ګوند سره د طالبانو اړیکې ځکه مثبته پایله لرلې ده چې دغې ډلې د چین د کانونو له شرکتونو سره د تړونونو له لارې په سلګونه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د دې مجلې په وینا، داسې ښکاري چې طالبان د یو میلیون اویغور مسلمانانو له وضعیته نه دي ناراحته شوي چې د چین د حکومت تر فشار لاندې په زندانونو کې پراته دي.

طالبانو خپله هم ښځې د زده کړو، کار او سفر له حقه بې برخې کړي او د تېرحکومت د امنیتي ځواکونو او مخالفینو وژلو ته یې دوام ورکړی دی.

د راپور لیکوال ویلي، چې چین له طالبانو سره د افغانستان کانونو ته له لاسرسۍ سربیره د اړیکو د پراخولو انګېزه لري. بیجینګ اروپایي بازارونو ته د لاسرسي او د «یوه لار یو کمربند» پروژې د پراخولو لپاره افغانستان ته اړتیا لري.

بیجینګ له طالبانو سره د ټکنالوژۍ او د څار وسایل هم شریک کړي دي. په راپور کې راغلي چې چين له دې کارسره دوه موخې تعقيبوي. طالبان کولای شي د چین له خوا ورکړل شوې ټکنالوژۍ سره خپل دښمنان وڅاري او له بل پلوه، چین کولې شي له دې لارې اویغوریان چې د طالبانو ملاتړ له ځان سره لري او د چین پر وړاندې د شرقي ترکستان ډلې غړي دي، وڅاري.

بشر نورزی چې د نشه يي توکو یو لوی قاچاقبر او د طالبانو یو ستر مالي ملاتړی دی، په ۲۰۰۵ کال کې په نیویارک کې ونیول شو او له ۲۰۰۹ کال راهیسې د دوه حکمونو په اساس په بند محکوم شوی و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د استانبول د ښاروالۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال یوه ښځه په وسله وال برید کې ټپي شوې ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۵ GMT+۰

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، په استانبول کې د شنبې په ورځ استانبول کې د واکمن ګوند د ښاروالۍ د ټاکنو د کمپاین پر مهال په وسله وال برید کې یوه ښځه ټپي شوې ده.

ښاغلي یرلیکایا په اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ویلي، پېښه د ښار په سویل لویدیز کوچوک چیکمجه سیمه کې رامینځته شوی چې په اړه یې څیړنې پیل شوي دي.

په دغه پیښه کې، برید کوونکو د ټوپک او تومانچې ډزې کړي خو د هغوی د هویت او د دې کار انګېزې په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په اېکس ټولنیزې شبکې د یوه پیغام په خپرولو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

اردغان ویلي: «زموږ پر دیموکراسۍ، اتحاد او پیوستون هېڅ برید نه شي بریالی کیدلی.»

ټاکل شوې چې په ترکیه کې د مارچ په ۳۱ نېټه د ښاروالۍ ټاکنې ترسره شي.

د هند د زلزلې مرکز د افغانستان په ځینو برخو کې د ریښتر په کچه د ۵،۳ درجې زلزلې خبر ورکړی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۵۷ GMT+۰

یوې نسبتا زورورې زلزلې د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې لړزولي دي. د هند د زلزلې ملي مرکز د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵.۳ درجې ښودلی دی.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې زلزلې د دغه هېواد ځینې برخې لړزولي دي.

تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا د زلزلې مرکز، د دې زلزلې مرکز د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ ښودلې ده.

د یمن حوثيانو د امریکا او بریتانیا په هوایي بریدونو کې د ووژل شویو جنازې خاورو ته وسپارلې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۴۵ GMT+۰

د یمن حوثي وسله والو د شنبې په ورځ د هغو لږ تر لږه ۱۷ وسله والو کسانو د جنازې مراسم ترسره کړل چې د امریکا او بریتانیا په ګډو هوایي بریدونو کې په نښه شوي وو.

حوثي وسله والو د نومبر له ۱۹ نېټې راهیسې په سوداګریزو بیړیو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو څپې پیل کړي، هغه څه چې د دوی په وینا په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو په ځواب کې ترسره کیږي. بریتانیا او متحده ایالاتو تېره میاشت د دغو بریدونو په غبرګون کې د حوثي وسله والو پر مرکزونو بریدونه کړي وو.

د حوثي وسله والو تر کنټرول لاندې سبا خبري اژانس د جنازې مراسمو د پوښښ په اړه یوه مطلب کې لیکلي: «دا جنایتونه به د یمن خلک د غزې په تړانګه کې د خپلو وروڼو له ملاتړه پر شا نکړي.»
په یمن کې د حوثي وسله والو پر مرکزونو د هوایي بریدونو ترڅنګ، متحده ایالاتو او بریتانیا دغه ډله بیرته د تروریستي ډلو په لېست کې شامله کړې ده.

پر سوداګریزو بیړیو د حوثیانو بریدونو نړۍوال تجارت تر اغیز لاندې راوستی او ځینې کمپنۍ یې دې ته مجبوره کړي چې د سره سمندرګي له لارې د توکو انتقال وځڼډوي او پر ځای یې د افریقا شاو خوا خورا ګرانه او اوږده لار غوره کړي.

د روسیې سفارت په کابل کې د خپلو دوو ډیپلوماتانو د یاد مراسم ترسره کړل

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د روسیې سفارت د ډیپلوماتانو د ورځې په مناسبت د خپلو هغو دوو دیپلوماتانو یاد ته چې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي وو، د هغوی تصویرونو ته د ګلو ګیډۍ په اېښودلو سره درناوی وکړ.

دویم سکرتر او یو روسی کارپوه د ۱۴۰۱ کال وږې میاشت کې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د روسیې سفارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه)د دغو دوو ډیپلوماټانو د انځورونه په خپرولو سره یې لیکلي: «د ډیپلوماټانو په ورځ،موږ د خپلو همکارانو میخایل شاه او اډیګجي کوژوګتیاد، چې د ۲۰۲۲کال د سپټمبر په ۵مه د دندې د ترسره کولو پر مهال په ډېر زړورتیا د یوه ترهګر په لاس ووژل شول، ولمانځه.»

تېر کال د دغو دوو روسي ډیپلوماټانو له وژل کېدو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دوی ته د زړورتیا مډالونه ورکړل.

داعش هغه مهال د دغه برید مسوولیت منلی و. په دغه برید کې یو شمېر افغانان هم ووژل شول.

د طالبانو د کانونو وزارت د بامیانو د ۵۰۰۰ ټُنه جست له پلورلو خبر ورکړ

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوټل له کان څخه شاوخوا ۵۰۰۰ ټُنه جست پر "پسران خوافي" شرکت وپلورل.

د طالبانو د کانونو وزارت د ۵ زره ټُنو جستو د بیې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د کانونو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان سوداګرو له یوې ډلې سره د شهاب الدین دلاور له لیدنې خبر ورکړی دی.

شهاب الدین دلاور په دې لیدنه کې ویلي، ټول کورني او بهرني پانګوال کولای شي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د کانونو استخراج او خرڅلاو په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا د پام وړ زیات شوی دی. د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې د افغانستان د کانونو ارزښت درې تریلیون ډالره اټکل کړی دی.

د روان کال د وږې په نهمه، د طالبانو د کانونو وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شپږ میلیارد او ۵۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوو لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل. دغې ډلې له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره د منځنۍ او کوچنۍ کچې لسګونه قراردادونه هم لاسلیک کړي دي.

طالبان ادعا کوي، چې د کانونو کیندنه داوطلبۍ ته سپاري. په ورته وخت کې، شرکتونو ته د دغو کانونو د سپارلو په پروسه کې د روڼتیا رامنځته کولو لپاره هیڅ میکانیزم شتون نلري.
همدا راز، معلوماتو ته د لاسرسي د محدودیتونو له امله د کانونو د عایداتو کچې او د دغو عایداتو د لګښت په اړه ډېر کم معلومات موجود دي.