په لبنان کې حماس ته نږدې فلسطینی کس د اسراییل له بریده روغ وتلی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۱

رویټرز خبري اژانس ته څلورو امنیتي سرچینو ویلي، د شنبې په ورځ د لبنان له سویلي پولې شاوخوا ۶۰ کیلومتره دننه د اسراییل په یوه برید کې حماس ته نږدې یو فلسطینی کس په نښه شوی خو له بریده روغ وتلی دی.

په دغه برید کې،‌درې نور کسان وژل شوي، چې یو یې د ایران ملاتړې ځواکمنې ډلې حزب الله غړی دی چې د حماس نږدې متحد بلل کیږي.

د یوې سرچینې په وینا، نښه شوی کس د حماس مرستیال صالح العروري ته نږدې و. العروري تېره میاشت د بیروت په یوې څنډه کې د اسراییل په یوه مشکوک برید کې ووژل شو.

د شنبې ورځې برید د حزب الله او اسراییل د پوځ ترمنځ د معمولي نښتو په پرتله چې ډېری یې سرحدي سیمو پورې محدودې وي، دا ځلې د لبنان په خاوره کې دننه ترسره شوی دی.

تر اوسه د برید په اړه د حماس ډلې یا اسراییلي پوځ څه نه دي ویلي.

حزب الله او اسراییل د اکتوبر له اوومې راهیسې، کله چې حماس ډلې په اسراییل برید وکړ او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۰۰ څخه ډېر نور یې په غزه کې یرغمل کړل، نږدې هره ورځ پر یو بل بریدونه کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ