د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې د قومي اسمبلۍ پخوانى غړى محسن داوړ په ډزو ټپي شوى

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۱

پولیسو د محسن داوړ د ټپي کېدو پخلی کړی او ویل شوي، چې د محسن داوړ پلویانو په میرانشاه کې احتجاج کاوه.
احتجاج کوونکي وایي، چې په شمالي وزیرستان کې د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو پر ضد یې اعتراض کاوه چې پولیسو پرې ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز یې پرې وشینده.

سرچينې وایي، چې د محسن داوړ د ميرانشاه روغتون ته رسول شوى دى.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د ښاغلي داوړ روغتیایي وضعیت ښه دی؛ خو ځینې سرچینې بیا د هغه روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ګڼي.

له بلې خوا په دغو ډزو کې د محسن داوړ اته پلویان هم ژوبل شوي دي.

د عیني شاهدانو په خبره، د پېښې ټول ټپیان د میرانشاه روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ