• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین پر خارکیف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو برید د ماشومانو په ګډون اوه کسان وژلي دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۰

اوکرایني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په دویم لوی ښار، خارکیف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون اوه کسان وژل شوي دي.

اسوشییټډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د خارکیف والي اولیه سینیهوبوف ویلي، درې نور کسان په دغه برید کې ټپیان شوي دي.

هغه ویلي، چې لږ تر لږه لس روسي بې پیلوټه الوتکو په خارکیف ښار برید کړې چې اته یې د هوايي دفاعي سیسټم له خوا رانسکورې شوي دي. په دغه برید کې د خارکیف ښار په نیمیشلان ولسوالۍ کې د تېلو د یوې ذخیرې په ګډون ملکي ځایونه په نښه شوي او ستره اورلګیدنه رامنځ‌ ته شوې ده،‌ چې ۱۵ شخصي کورونه یې سوځولي دي.

د دغه ښار د ملي پولیسو د تحقیقاتي څانګې مشر، سرهي بولوینوف، په فیسبوک ټولنیزې شبکې د ځایي اوسیدونکو په حواله لیکلي: «ریښتینی دوزخ یې لیدلی، لومړی د تېلو ذخیره په نښه، ټول تېل خواره او ورسته بیا هر څه اور واخیست.»

د ښاغلي بولوینوف په وینا، په برید کې یوه پنځه کسيزه کورنۍ چې د اوو او څلورو کلونو او نهو مياشتو عمر لرونکي ماشومان پکې شامل و، ژوندي وسوځیدل. دغه کورنۍ د اورلګیدنې پر مهال په خپل کور کې بنده پاتې وه. هغه زياته کړې، چې د اور لګېدنې له امله په يوه بل کور کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

د همدې پیښې په اړه په یوه راپور کې رویټرز خبري‌ اژانس ویلي، چې په برید کې یوه اوکراینۍ څارنواله، د هغې میړه او د هغوی درې واړه ماشومان ووژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې