• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رفح ښار کې د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د شنبې ورځې سهار وختي په رفح ښار د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۱فلسطینیان ووژل شول. دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو،چې د اسراییل لومړي وزیر له پوځ څخه وغوښتل چې د ځمکني برید تر پیل مخکې دې د غزې په سویلي ښار کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د اېستلو لپاره پلان چمتو کړي.

بنیامین نتانیاهو د رفح په ګڼ مېشته سیمه کې د پوځ د ځمکني برید جزییات او مهالوېش اعلان نه کړ، خو راپورونه ښيي چې د هغه څرګندونو د ښار په اوسېدونکو کې وېره خپره کړې ده.

د غزې تړانګې په ۲.۳ میلیونه وګړو کې له نیمایي زیات یې له مصر سره په پوله د غزې په سویلي برخه کې رفح ته له نورو سیمو څخه پناه وړې ده.

دا څرګنده نه ده چې که د اسراییل ځمکني بریدونه پیل شي د دې سیمې سلګونه زره اوسیدونکي به چیرته ځي.

په دې وروستیو اونیو کې مصر له رفح سره خپله پوله د اغزن تار په اېستلو او د لسګونو ټانکونو ځای پرځای کولو سره تړلې ده.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن پر رفح د اسراییل برید د یوې نوې جګړې پیل او هغه یې "له حده زیات" بللی و.

مرستندویه ډلو هم پر رفح باندې د اسراییل د برید په صورت کې د وینې د سیند جاري کېدلو خبرداری ورکړی دی.

تېره شپه د اسراییلل ومړي وزیر د دغو انتقادونو له پامه غورځولو سره ویلي دي، چې هغه ورځ لېرې نه ده چې پر حماس بریالي شي او د دغې وسله والې ډلې له منځه وړلو لپاره رفح ښار ته خپل ځواکونه واستوي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې، څه باندې ۲۸زره فلسطینیان وژل شوي چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییل په غزه کې د اکټوبر په اوومه د حماس له برید وروسته چې له امله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاو خوا ۲۵۰ تنه یرغمل شول، خپل پوځي عملیات پیل کړل.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۳
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۵

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي