په ‏تخار کې د حذفي جام په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۱

د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د حذفي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ دوې میاشتې وړاندې پیل شوې وې.

د دغو سیالیو پایلوبه د اریانا او ارمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اریانا لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۰-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
‏د سیالۍ په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې هم ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ