عارف علوي: ټاکنیز بحران د برېښنايي رایې ورکولو ماشینونو د نشتوالي له امله رامنځته شوی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

د پاکستان ولسمشر د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې په اړه د جنجالونو په غبرګون کې وویل چې اوسنۍ ستونزې د برېښنايي رایو ورکولو او شمېرلو د ماشینونو د نشتوالي له امله دي.

عارف علوي ټینګار کړی، چې له ټاکنو مخکې یې په غونډو کې له پنځوسو ځلو زیات د دغو ماشینونو د کارولو یادونه کړې وه.

پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې د پاکستان د ولسمشر د وینا په اړه لیکلي چې که برېښنايي رایې ورکولو ماشینونه وکارول شي، «په پنځو دقیقو کې د نوماندانو رایې شمېرل کېدلې او اوسنی بحران به نه و.»

دا مهال د پاکستان په ټاکنو کې د رایو بیا شمېرنه په لاس ترسره کېږي.

د عمران خان په مشرۍ چې دا مهال په زندان کې دی د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خپلو پلویانو غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې او ټاکنو پایلو د اعلان د ځنډ له امله نن یکشنبه د سلواغې۲۲مه په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ