وسله والو په سیستان بلوچستان کې د ایران ۲ بسیجي سرتېري ووژل

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران په سیستان بلوچستان کې دوه بسیج سرتېري هغه مهال ووژل شول، چې نامعلومو وسله والو یې پر پوستې ډزې وکړې.

د دغه رپوټ له مخې دغه پوسته د زاهدان – بام اورګاډي کرښې ته څېرمه موقعیت لري.

دغه خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نږدې دی، د یکشنبې په ورځ ( سلواغې په ۲۲ مه) په خپل رپوټ کې دغه دوه کسان محمدانور ګمشادزهي او عبدالحسین بلوچ یاد کړي دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې پر دې کسانو د بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د ایران سیستان بلوچستان ولایت په وروستیو میاشتو کې د څو وسله والو بریدونو شاهد دی.

څه موده وړاندي په يوه تازه پېشه کې د جيش العدل وسله والو د دغه ولایت په راسک ښار کې پر پوليسو بريد وکړ، چې له کبله يې د ایران ۱۲ پوليس ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ