په فیلیپین کې د ځمکې ښویېدو په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۵۴ ته ورسېد

فیلیپیني چارواکو د يکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د فليپين په سویلي برخه کې د ځمکې د ښويېدو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٥٤ تنو ته رسېدلى دى. د ژغورنې کارکونکي له خټو څخه د نورو مړو د راویستلو لپاره لا هم کار کوي.