• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون د بشپړو پایلې په اعلانولو سره د قامي اسمبلۍ د ۲۶۴ څوکیو برخلیک ټاکلی دی. د دغو پایلو پر بنسټ، خپلواکو نوماندانو ۱۰۱ څوکۍ ګټلې دي، چې ۹۳ یې د عمران خان متحدین دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې کوم ګوند به راتلونکی حکومت جوړوي.

وروستۍ پایلې د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو کې د رایې ورکولو له پای ته رسیدو ۶۰ ساعته وروسته خپرې شوې.

دغه ځنډ په پاکستان کې له پراخو نیوکو سره مخ شو.

د مسلم لیګ نواز شریف په قومي اسمبلۍ کې ۷۵ څوکۍ ګټلې دي. نواز شریف اعلان وکړ چې ګوند یې له نورو ګوندونو او ډلو سره د ایتلافي حکومت د جوړولو په اړه خبرې کوي. ځکه هیڅ ګوند نه دی توانیدلی چې په قومي اسمبلۍ کې غوڅ اکثریت وګټي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو چې درېیمې درجه زیاتې رایې یې ترلاسه کړې، ویلي دي چې د ده د ګوند استازي د عمران خان له تحریک انصاف ګوند یا د نواز شریف له مسلم لیګ ګوند سره د حکومت د جوړولو پر سر کومې رسمي خبرې نه دي کړي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند ګواښ کړی و، چې که په یوه شپه کې د رایو شمېرنه اعلان نه شي، د یکشنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د ټاکنو کمېسیون د دفترونو مخې ته سوله ییز لاریونونه وکړي. تېره شپه په ځینو ښارونو کې وړې مظاهرې وشوې.

د پاکستان موقت حکومت وايي، د رايې اچونې په ورځ د انټرنېټ او موبايل خدمتونو د بندېدو له امله د پايلو د اعلان بهير ځنډېدلی دی.

د انټرنېټ او موبايل خدمتونو بندېدل، چې د موقت حکومت د کورنيو چارو وزارت په وينا امنيتي لاملونه يې لرل، په دې وروستيو ورځو کې د بشري حقونو د سازمانونو او د امريکا متحدو ايالتونو له خوا په پراخه کچه نيوکې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی

۵

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي