جرمني خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه ووځي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د چاودنو، وسله والو بریدونو او تښتونو له امله د دغه هېواد له اتباعو وغوښتل چې له دغه هېواده ووځي.

دغه وزارت له جرمني اتباغو غوښتي، چې دغه خبرداری جدي ونیسي او د افغانستان له هوايي ډکرونو څخه له سفر کولو ډډه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړه، چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت او په مزار شریف کې د دې هېواد د نمایندګۍ دفتر د دغو خطرونو له امله تړل شوی دی.

دغې خبرپاڼې په افغانستان کې له جرمني اتباعو غوښتي، چې په عامه او ګڼه ګوڼه ځایونو کې له احتیاط څخه کار واخلي او په مظاهرو او لویو غونډو کې ګډون ونه کړي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ښه نه دی او له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه شته او طالب جنګیالي پر پخوانیو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې په ټول هېواد کې د افغانانو او د بهرنيو هېوادونو د اتباعو پر وړاندې وژنې، غلاوې او د تښتونې پېښې شوې دي.

دغه وزارت دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې جرمني اتباع لا له وړاندې د افغانستان له حالاتو اغېزمن شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ جرمني اتباع بايد د ښوونځيو، جوماتونو، هوايي ډګرونو او د بسونو د تم ځايونو په ګډون د طالبانو په ودانيو کې له احتياطه کار واخلي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان د اقلیم، ساري ناروغیو او په دغه هېواد کې د همجنسبازانو ته د ګواښ په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.

تر دې مخکې امریکا، بریتانیا او چین هم له خپلو اتباعو غوښتي وو چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله دې هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ