د طالبانو محتسبینو د کابل په مکروریانو کې یوه ښځه په پارک کې د قدم وهلو پرمهال سخته وهلې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۳

د کابل ښار يوه اوسېدونکې وايي، چې د طالبانو محتسبینو په دریم مکروریان کې نوموړې د قدم وهلو له امله سخته وهلې ده.

دغې مېرمنې د دوشنبې په ورځ «د سلواغې ۲۳مه» وویل، چې د وینې د لوړ فشار له امله ډاکټرانو ورته په ازاده هوا کې د ګرځېدو سپارښتنه کړې وه.

دغې مېرمنې د افغانستان افغانستان انټرنېشنل ته داسې انځورونه لېږلي چې په وهلو ټکولو یې د بدن ځینې برخې ټپي شوې دي.

هغې وويل، چې پر اوږو، لاسونو او ورنونو يې د وهلو نښې لیدل کیږي.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک د طالبانو له رسیدو وروسته، دغې ډلې په ټول افغانستان کې پر ښځو پراخ محدودیتونه ولګول.

د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې دا پراخ او سیستماتیک بندیزونه د "جنسيتي توپير " او "د بشریت پر وړاندې د جرم" ښکاره بېلګه ده.

دا محدودیتونه د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا پلې کیږي.

په دغو محدودیتونو کې طالبانو د ښځو او نجونو د زده کړو، کار، سفر، په پارکونو کې د ازاد ګرځیدو په ګډون یو لړ اساسي حقونو ته د لاسرسي مخه نیولې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) په وروستي درې میاشتني راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د افغانستان په ځینو سیمو کې په خپلسري ډول ښځې بندیانې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ