د پیسو نړیوال صندوق: د غزې جګړه او د حوثیانو بریدونه نړیوال اقتصاد ګواښي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۳

د پیسو د نړیوال صندوق مشر خبرداری ورکړ چې په غزه کې جګړه او په سور سمندرګي کې پر نړیوالو بیړیو د یمني حوثي یاغیانو بریدونه نړیوال اقتصاد ته ګواښ دی.

کریستالینا جورجیوا وایي، چې که په غزه کې جګړه اوږده شي، په سیمه کې کړکېچ ښايي زیات شي.

هغه په ​​یمن کې د حوثي یاغیانو بریدونو ته په اشارې سره زیاته کړه: "همدا اوس موږ د سویز په کانال کې د جګړې د پراخیدو د خطر شاهدان یو."

د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د یمن حوثي یاغیانو، چې ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړه برخمنه دي، په سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن خلیج په سیمو کې په نړیوالو بېړیو په بریدونو سره د سیمې سمندري امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ