پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان کې د ګډ حکومت جوړولو لپاره، ن لیګ، پیپلز ګوند او نورو هڅې پیل کړې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۳

مسلم لیګ ن، پیپلز او نور واړه ګوندونه د مرکزي حکومت جوړولو ته نږدې شوي دي.

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ د (سلواغې۲۳مه) خبر ورکړ چې د حکومت جوړولو په لړ کې به چوهدري شجاعت نن په اسلام اباد کې له نوازشریف، اصف زرداري او مولانا فضل الرحمان سره لېده کاته وکړي.

بل خوا پاکستاني رسنیو ویلي چې د مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند تر منځ په سیاسي همکارۍ هوکړه شوې، تېره ورځ د یادو ګوندونو مشرانو هوکړه کړې چې د خلکو رایوته په احترام به دوی نه مایوسه کوي او دغه هیواد به له سیاسي بې ثباتۍ ژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د (ایم کیو ایم) ګوند مسولانو د نواز شریف سره هم لېدنه کړې خو په دغې لېدنه کې د ګډ حکومت جوړولو په اړه کومې پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه عمومي ټاکنې تر سره شوې خو هیڅ ګوند د غوڅ اکثریت رایو په تر لاسه کولو نه دی توانېدلی، او ویل کیږي چې دغه ټاکنې د پراخو درغلیو څخه ډکې وي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ