• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز: په سمنګان کې د طالبانو له خوا نیول شوی خبریال ازاد شو

۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د خبريالانو مرکز خبر ورکړ، چې په سمنګان کې د طالبانو د والي له لوري د پژواک ولايتي خبريال له دوو ورځو بند وروسته خوشې شوی دی. د مرکز د معلوماتو له مخې؛ طالبانو دغه خبريال د خلکو ستونزو ته د انعکاس ورکولو پر مهال په ولایت مقام کې بندي کړی و.

د افغانستان د خبريالانو مرکز نن دوشنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په سمنګان کې د پژواک خبري اژانس ولايتي خبريال سیف الله کريمي له دوو ورځو بند وروسته خوشي شوی.

دغه خبريال د سمنګان د والي له لوري په شخصي توقیف خونه کې دوه ورځې بندي و.

کريمي څو ورځې وړاندې په سمنګان کې د هوټلونو د زياتې ماليې اړوند د خبر د توازن لپاره د طالبانو څخه د نظر اخيستلو غوښتنه کړې، چې طاللبانو له لوري يې غوښتنه رد شوې او وروسته ګواښل شوی و.

د خبريالانو دغه مرکز د خپلو سرچینو له قوله ليکلي، چې کریمي دوې ورځې مخکې د طالبانو د والي له لوري ولایت مقام ته د پوښتنو لپاره غوښتل شوی او وروسته بندي شوی و.

د خبريالانو دغه مرکز په غيرې قانوني ډول د رسنيو د کارکوونکو نیول یو غيرې قانوني کړنه يادوي او د طالب مسوولينو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالب واکمنو غوښتي، چې « واکمن چارواکي بايد چاته اجازه ور نه کړي، چې دا ډول خپلسرې کړنې تکرار کړي، د خبریالانو هر ډول شکایت باید د رسنیو د قانون او د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمېسیون له لارې تعقیب شي.»

واک ته د طالبانو په رسېدو دغې ډلې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه زيات کړي او په زیات شمېر د رسنيو کارکوونکي او مدني فعالان يې په بند کې شکنجه کړي دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي