اوچا: د افغانستان شاوخوا ۲۳.۷ مېلیونه خلک به په ۲۰۲۴کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۴

د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې (اوچا) په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د تېرې ډسمبر میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالانو د ۲۰۲۴کال د بشري اړتیاوو او هغې ته یې د ځواب ورکولو پر پلان جوړولو کار پیل کړ.

راپور وایي، د بشري ټولنې وروستۍ کلنۍ غوښتنه د هغو خلکو اړتیاوو ته ځواب ویلو لپاره ده، چې د لسیزو جګړو، اقلیم او طبیعي پېښو ناورینونو پایلو او همدارنګه د بې وزلۍ مخ په زیاتېدونکي سختې کچې سره لاس او ګرېوان دي.
راپور کې دا هم راغلي، چې د افغانستان له نیمایي څخه ډېر وګړي شاوخوا ۲۳.۷ مېلیونه خلک به په ۲۰۲۴کال کې یو ډول بشري مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا په پام کې لري، چې د هغو کسانو له ډلې ۱۷.۳ مېلیونه کسانو د نجونو، هلکانو، مېرمنو، نارینه‌وو ته چې ترټولو ډېر زیان منونکي او معلولیت لرونکي دي دغه مرستې ورسېږي.
اوچا وایي، سربېره پر دې د وچکالۍ په څېر اوږدمهاله شرایط، د اوبو ناورین طبیعي پېښو د افغاني ټولنیز خوندیتوب او هوساینې ته اضافي ګواښونه رامنځته کوي.
د اوچا په راپور کې راغلي، ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې نږدې نیم مېلیون افغانان له پاکستانه بېرته راستانه شوي او په ۲۰۲۴کال کې اټکل کېږي، چې شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغانان به له پاکستانه راستانه شي چې ۹۸ سلنه سره به یې مرسته وشي.
اوچا وایي، چې اوس‌مهال شاوخوا ۶.۳ مېلیونه کسان په هرو اوو افغانانو کې یو یې د اوږدې مودې بې ځایه کېدو سره مخ دی، چې ډېرو یې د یوې لسیزې په اوږدو کې خپل کورونه پرېښي دي. دا په سویلي اسیا کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو تر ټولو لوی شمېر او په ټوله نړۍ کې دویم لوی شمېر دی.
اوچا وایي، د دغو ټولو ستونزو د پوره کولو لپاره ټولټال ۳.۰۶ ملیارده ډالرو ته اړتیا ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ