د ننګرهار ولایت یو شمېر کروندهګر وايي، چې دوی سږنی کال پر خپلو ځمکو د کوکنارو یو بوټی هم نه دی کرلی؛ خو طالبانو چې کومې ژمنې ورسره کړې وې له هغو یوه یې هم عملي نه کړه.
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو او شېرزاد ولسوالیو یو شمېر کروندهګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېر کال طالب سیمهییزو چارواکو له دوی غوښتي و چې په خپلو کروندو کې به کوکنار نه کري او دوی به ورسره د بدیل کښت او د اوبو خور سیسټم په بیا رغولو کې مرستې کوي.
د خوګیاڼو د کږې سیمې یوه بزګر د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« تېر کال یې راسره ژمنه وکړه، چې دوی به د اوبو د بندونو په جوړولو او د باغونو په رغولو کې راسره مرسته کوي؛ خو تر اوسه نه چا زموږ د اوبو بندونه ورغول او نه یې هم زموږ د باغونو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړه.»
نوموړي زیاته کړه:« زه اته جریبه ځمکه لرم. پخوا به مې چې اته کیلو تریاک ترېنه تر لاسه کړل، هم زما د کورنۍ د یو کال لګښت یې پوره کاوه؛ خو اوس را ته اته منه غنم هم نه کوي. یعنې زما کورنۍ د یوې میاشتې د غنمو خرڅ هم نه شي پوره کولای. له بله پلوه وچکالي ده بل هیڅ فصل نه کېږي، حیران پاتې یو چې څه وکړو او څه وخورو؟»
د ننګرهار د خوګیاڼیو او شېرزادو ولسوالۍ هغه سیمې وې، چې پخوا به په کې پرېمانه کوکنار کرل کېدل او د خلکو کلنی لګښت به له همدغې لارې پوره کېده؛ خو سږنی کال په دغو دوو ولسوالیو کې کروندهګرو د هغو ژمنو له مخې چې طالبانو ترېنه اخیستې وې کوکنار نه دي کرلي، ان د دغو دوو ولسوالیو په ډېرو لرو پرتو سیمو کې هم خلکو کوکنار نه دی کرلي.
د جګړو تر کلونو وړاندې په دغو دوو ولسوالیو کې د انارو پرېمانه بڼونه وو او د دغو دواړو ولسوالیو بې دانه انارو ډېر زیات شهرت هم لاره او هر کال به نړۍوالو مارکېټونو ته لېږدول کېده؛ خو ګڼو ځمکهوالو د کوکنارو د ښې ګټې وټې له پاره باغونه واړول او ځمکې یې د کوکنارو د کر لپاره چمتو کړې، اوس نه هغه د انارو بڼونه شته او نه هم د کوکنارو کروندې ورته پاتې دي.
د شېرزادو ولسوالۍ د ګندمک یو تن اوسېدونکی کروندهګر وايي:« موږ داسې ګڼله چې د کوکنارو ګټه تر انارو ډیره ده، نو موږ هم خپل باغونه واړول څو کاله مو ښه پریمانه کوکنار وکرل، خو اوس مو ځمکې شودیاره پاتې شوې.
د همدغې سیمې یو بل تن کرونده ګر وویل: همدا اوس موږ وینو چې زموږ په سیمه کې هغو خلکو چې تریاک ساتلي په لوړه بیه یې پلوري، په خرڅلاو یې هیڅ بندیز نه شته، خو په کرلو یې بیا بندیز لګیدلی، که دا بوټی حرام وي، نو په تجارت او سوداګرۍ یې هم باید بندیز ولګول شي.»
شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو مشر په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه؛ خو لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې د تریاکو او نورو نشهيي توکو سوداګري په خلاص مټ او بربنډه توګه ترسره کېږي.
ګڼ کروندهګر وايي، چې طالبان د دغو نشهیي توکو په سوداګرۍ او قاچاقو کې ښکېل دي، پر بزګرانو یې بندیز لګولی او دوی یې په خپله سوداګري کوي.
یو شمېر خلک داسې هم وايي، دغه بندیزونه هم د دې له پاره دي چې د تریاکو بیې ورسره لوړې شي او د دوی په سوداګرۍ کې ګټه زیاته شي، همدا اوس د یو کیلو تریاکو بیه له ۵۰۰ زره کلدارو پورته شوې چې پخوا به د یوې کیلو تریاکو بیه شل یا دېرش زره کلدارې وه.