په سعودي عربستان کې د پاکستان او طالبانو د ادارې د پلاویو ترمنځ له ناستې وروسته ځینو پاکستاني سرچینو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې اسلام اباد له افغانستان سره د تړلو لارو د پرانېستلو په تړاو د سعودي عربستان وړاندیز رد کړی دی، خو په کابل کې د طالبانو چارواکي وايي، چې په دغو خبرو اترو کې کابل د لارو د پرانېستلو په تړاو هیڅ ډول وړاندیز نه دی کړی.
د طالبانو دغو سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د لارو د تړلو په تړاو د طالبانو د ادارې پالیسي روښانه کړې او دوی همغه پالیسي پرمخ وړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر د لړم پر ۲۱ مه افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته وویل، چې له پاکستان سره د حسابونو تصفیې لپاره درې میاشتې وخت لري.
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.
برادر دغه راز شرط کېښود، چې که پاکستان د لارو پرانېستل غواړي باید قوي تضمینونه ورکړي، چې نور به دغه لارې نه پرانیزي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د ډيپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، چې سعودي چارواکو د ریاض په خبرو اترو کې دواړې غاړې وهڅولې چې د خبرو کانالونه پرانيستي وساتي او پاکستان دې هڅه وکړي چې دوه اړخیزه سوداګري له خبرو اترو سره هممهاله بیا پیل شي، خو اسلاماباد دا وړاندیز رد کړی دی.
د سعودي عربستان په منځګړتوب د خبرو اترو د درېدلي بهیر د بیا پیل کېدو په تړاو ناسته کې د طالبانو یوه درې کسیز پلاوي ګډون کړی و، چې رحمت الله نجیب، قهار بلخي او انس حقاني پکې ګډون درلود.
په پاکستاني پلاوي کې هم ددغه هېواد د تېر مرکچي پلاوي غړو او د بهرنیو چارو وزارت یوه ډيپلوماټ ګډون کړی و.
دغه خبرې اترې، چې د نومبر میاشتې پر ۳۰مه پیل شوې وې، دوې ورځې روانې وې، خو په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او دواړه پلاوي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
د سې شنبې په ورځ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر هم پر خپلې ادارې غږ وکړ، چې لارې تړلې وساتي.
عبداللطیف منصور وویل، چې پاکستان د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او نورو شخصیتونو له لارې غواړي، چې ددوی د مېوو په فصل کې له افغانستان سره لارې پرانېستل شي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ له نښو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولې لارې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې بندې دي.