• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، څه باندې ۹۱ زره مټرېک ټنه صادرات او واردات یې کړي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د یوې اوونۍ په لړ کې یې ۹۱ زره او ۵۹۳ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي دي. دغې ادارې نن سې شنبه د (سلواغې ۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې په لېږدول شویو توکو کې نفتي او خوراکي توکي شامل دي.

یاده اداره وايي، دغه صادرات او واردات یې د ۱۴۰۲ کال د سلواغې له ۱۳مې تر ۱۹مې نیټې پورې کړي دي.
‏د طالبانو د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې یې ۷۱ زره او ۵۰ ټنه، د اقینې بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱ زره او ۴۶۳ ټنه او د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹ زره او ۸۰ ټنه توکي لېږدول شوي چې ټول شمېر ۹۱ زره او ۵۹۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي، هېواد ته وارد او بهر ته صادر شوي دي.
د دغه شمېر لېږدول شویو توکو له ډلې یوه برخه صادرات دي چې په تېره اوونۍ کې ۷۳۷ ټنه صادر شوي، او لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو اوبه (جوس) دي.
دغې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه توکي یې له کومو هیوادونو وارد او کومو هیوادونو ته یې صادر کړي خو وايي، دوی به خپلو صادراتو او وارداتو ته په راتلوونکي کې لا مناسب شرايط برابروي.
تېره اوونۍ د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي و، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې یې ۸۱ زره او ۵۷۷ مټرېک ټنه صادارت او واردات کړي دي.
تر هغې یوه اوونۍ وړاندې دغې ادارې د سلواغلې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹ زره او ۸۳۴ مټریک ټنه توکو د صادراتو او وارداتو خبر ورکړی و.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي