رینا امیري: افغانستان د طالبانو د سیاستونو له کبله د روغتیایي ناورین سره مخ دی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۴

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې افغانستان د طالبانو د سختو سیاستونو له امله د روغتیا پالو او ډاکټرانو له کمښت او د روغتیایي ناورین سره مخامخ دی.

د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په پار اغلې امیري په اېکس پاڼه لیکلي، چې له افغان ښځو او نجونو ان خپل هېواد ته د خدمت کولو حق هم ترې تروړل شوی دی.
اغلې امیري لیکي:« د زده‌کړو په دغې نړۍواله ورځ باید هغه افغان نجونې او مېرمنې یادې کړو، چې د ډاکټرانو، انجینرانو، ساینس پوهانو او نورو مسلکونو په توګه د خپل هېواد د خدمت کولو حق ترې اخیستل شوی دی.»
تېره ورځ د بشري حقونو څار بنسټ هم د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې لیکلي و، چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو او د نړۍوالو مرستو د راکمېدو سره د افغانستان روغتیایي برخه اغېزمنه شوې، چې ورسره د مېلیونونو کسانو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.
تېره اونۍ په کابل کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د تشخیص لومړني کلینیک په پرانیست غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر ویلي و، چې اوس‌مهال د افغانستان روغتیایي برخه تر بل هر وخته ښه شوې ده.
هغه ویلي و، چې د دوی د ډلې له بيا واکمنېدو وروسته د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د پام وړ بدلون راغلی او په وینا یې، په افغانستان کې د دوی له بیا واکمنېدو راهیسې له ۳۰۰ ډېر کلنیکونه جوړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ