حشمت الله شهیدي د ۲۰۲۳کال د نړۍ غوره لوبډلمشرانو په نوملړ کې راغلی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۴

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ۲۰۲۳کال د نړۍ د غوره لوبډلمشرانو په نوملړ کې راغلی.

په دغه پنځه کسیز نوملړ کې د هند او اسټرالیا دوه، دوه لوبډلمشران هم شامل دي.

په دغه نوملړ کې د شهیدي ترڅنګ د هند د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشره هرمنپریت کور او د هند د نارینه‌و کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر روهېت شرما، د اسټرلیا د ښځینه‌و لوبډلې لوبډلمشره مېګ لانېنګ او د اسټرالیا د نارینه‌و لوبډلې لوبډلمشر پت کومېنس هم پکې شامل دي.

په دغه نوملړ کې تر ټولو غوره لوبډلمشر لپاره جایزه هم په پام کې نیول شوې ده.
‏حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر دی.
دا لومړی ځل دی، چې د هغه نوم د یوې داسې جایزې د تر لاسه کولو لپاره د نړۍوالو لوبغاړو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې راځي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ