• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا: طالبان به تر هغو په رسمیت ونه پېژنو، چې خپلې ژمنې یې عملي کړې نه وي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند وايي، چې د طالبانو حکومت خپل مسوولیت نه دی ادا کړی او تر هغه به په رسمیت ونه پېژندل شي، چې دا کار یې نه وي کړی. جان کربي همداراز زیاته کړه، چې واشنګټن د طالبانو د "عادي کولو" لپاره هیڅ کومه هڅه نه ده کړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د طالبانو په اړه د امریکا په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د دوحې دویمه ناسته د طالبانو د عادي کولو هڅې ګڼي وویل، چې د واشنګټن له‌خوا د طالبانو د "عادي کولو" یا په رسمیت پېژندلو تر سرلیک لاندې کومه هڅه نه ده شوې.
تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړۍوالې ټولنې هم د طالبانو د ژمنو د نه عملي کېدو لامل په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه بللی دی.
طالبانو د خپلې دوه نیم کلنې واکمنۍ په موده کې د ښځو پر زده‌کړو، په ټولنه کې د ښځو حضور، فعالیت او کار کولو په برخه کې پراخ محدودیتونه وضع کړي.
سربېره پر دې د طالبانو حکومت د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د سیمې او نړۍ پرله پسې غوښتنو ته یې هم مثبت ځواب نه دی ویلی.
د دې ترڅنګ د امنیت شورا د یوشمېر راپورونو پر بنسټ، طالبانو د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې ساتلې او د نورو هېوادونو پر ضد یې د افغانستان د خاورې د کارولو اندېښنې هم راپارولې دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې