شنبههای ارغواني غورځنګ: افغان ښځې په دوحې ناسته کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو مخالفې دي

د ښځو د شنبههای ارغواني غورځنګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان مېرمنو په یوه کلک دریځ کې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو له «ترهګرې» ډلې سره له مستقیمو خبرو اترو خپل کلک مخالفت څرګند کړ.