• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: نږدې دوه زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستان او ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. دغه وزارت وايي، ۳۶۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه او ۱۶۱۴ تنه له ایرانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې ورځ د (سلواغې۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د افغان کډوالو ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر ۳۶۳ تنه کیږي د کندهار سپین بولدک، ننګرهار تورخم او پکتیکا انګور اډې له لارو هېواد ته راستنې کړل شوي.
دغه وزارت ویلي له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم تېره ورځ یو زر او ۶۱۴ تنه افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د هرات ولایت اسلام کلا او نیمروز له پولو څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.
دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۴۸ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.
له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېرو دوو اوونیو کې له ګاونډیو هيوادونو ایران او پاکستانه له ۵۰ زره زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت وياند عبدالمطلب حقاني ویلي د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۴۵ زره یې له ایران او شاوخوا پنځه زره کډوال له پاکستانه هيواد ته راستانه شوي چې د کډوالو اړوند مرستندویه سازمانونو ورسره لومړنۍ مرستې کړې دي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي په دغو کډوالو کې اړمنې کورنۍ او کسان یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟