په پنجشیر کې د ۱۶۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د پنجشبر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۱۶۰ لوبغاړو ترمنځ د ازادې غېږ نیونې سیالۍ وشوې. دغه سیالۍ د پنجشیر د غېږنېونې فدراسیون له‌خوا د کابل او پنجشیر ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.