د پېښور ستره محکمه: ثبت شوي افغان نرښځیان دې نه ځورول کېږي او په پاکستان کې دې پاتې شي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۷

د پېښور سترې محکمې د ثبت شویو افغان نرښځیانو د نه ځورولو حکم صادر کړی دی.
قاضي شکیل احمد او وقار احمد د پېښور سترې محکمه کې د ۱۶ افغان نرښځیانو د ستنېدو خلاف قضیې اورېدنه وکړه.

د اورېدنې پر مهال د نرښځیانو وکيل وویل، حکومت پرېکړه کړې چې ټول بهرنيان به بېرته خپل وطن ته ولېږل شي؛ خو په افغانستان کې د نرښځيانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
محکمې د نرښځیانو له وکیل څخه پوښتنه وکړه، چې ايا دوی له نادرا سره ثبت دي؟
د نرښځیانو وکيل یې په ځواب کې وويل، د پي او ار کارتونو او اسنادونو په لرلو سره د افغان نرښځيانو په ګډون افغان کډوال ځورول کېږي.
په دې اړه محکمې امر وکړ، که افغان نرښځیان اسناد لري؛ نو نه دې ځورول کېږي او په پاکستان کې دې پاتې شي.

له هغې وروسته چې د پاکستان حکومت د بې اسناده بهرنیانو د اېستلو پرېکړه وکړه، په پېښور کې مېشتو افغان سندرغاړو هم له دغه هېواده د دوی د اېستلو خلاف محکمې ته عریضه کړې وه.
پاکستانۍ حقوق پوه او وکیله مهوش محب کاکاخېل وایي، هر هغه بهرنی چې په خپل هېواد د ستنېدو سره سم د وژل کېدو او ځورونې له ګواښ سره مخ وي، کولی شي محکمې ته عریضه وکړي.
د هغې په وینا، په قانون کې راغلي چې د داسې ګواښونو سره مخ کسان څوک له خپل هېواده په زور نه شي ستنولی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ