طالبان: د ګڼو ولایتونو روغتیا پالنې او قابلهګۍ انسټیټیوټونو کې د نجونو د جذب لړۍ پیل شوه

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دغې ډلې د عامې روغتیا وزارت د پرېکړې له مخې کاپيسا، پکتيا، خوست د روغتيايي علومو انسټيټیوټونو او د بدخشان د قابلهګۍ څانګې ته د هغو نجونو د شاملېدو لړۍ پيل شوه چې له دوولسم ټولګي فارغې شوې وې.