برېتانیا د ناوالني د مړینې له امله د روسیې د یوه زندان پر چارواکو بندیزونه ولګول

AP ۱۴۰۲ کب ۲

برېتانیا د هغه زندان په شپږو چارواکو بندیزونه لګولي، چې د روسیې یو مشهور سیاسي مخالف الکسي ناوالني په کې وژل شوی.

د دغه بندیز له مخې؛ د دغو چارواکو شتمنۍ کنګل او برېتانیا ته یې پر سفر بندیز لګول شوی دی.

شمالي قطب ته نږدې د هغه زندان مشر او پنځه مرستیالان یې چې ښاغلی ناوالني پکې بندي و، د برېتانیا له خوا تحریم شوي دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ کامرون وویل: "هغه کسان چې د ناوالني پر وړاندې د ظالمانه چلند مسوول دي حساب دې ورکړي.»

همدا راز برېتانیا د ناوالني کورنۍ ته د هغه د جسد د سمدستي سپارلو او د بشپړې او شفافې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «دا څرګنده ده، چې روسي چارواکو ناوالني یو ګواښ ګاڼه او په کراتو یې د هغه د خاموشولو هڅه کړې.»

الکسي ناوالني د جمعې په ورځ (د سواغلې ۲۷مه) په زندان کې مړ شو. د هغه د مړینې خبر په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د «ناوالني د مړینې مسوول» وباله او وې ویل، چې د پوتین د مشهور مخالف د مړینې له امله به پر روسیې لوی بندیزونه ولګوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ