• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو د کابل ښار په لویدیځ کې یو ځوان په ډزو وژلی دی

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۰

په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د پرون د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې یو ځوان په ډزو وژلی دی.

دسرچينو له مخې الياس مهري په خپل کور کې وژل شوى دى؛ خو په شپږمه حوزه کې طالبان وايي، چې ځانوژنه يې کړې ده.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ الیاس مهري په اصل کې د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ د دویمې برخې اوسېدونکی دی او د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې ته مخامخ په یوه کور کې اوسېده.

دوی وايي؛ دغه ځوان په مستقيم ډول د غاړې له شا څخه په مرميو لګېدلی او وژل شوی دی.

د الیاس کورنۍ ته یوې نږدې سرچینې د افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو هغه بې دلیله وژلی دی.

هغه د الیاس د ځان وژنې په اړه د طالبانو ادعا تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل، چې څنګه یو سړي له شا څخه ځان ویشتلی شي.

هغه د الیاس مهري عکسونه لیږلي، چې د هغه د غاړې په شا کې یو کوچنی سوري ښیې چې د مرمۍ نښه ده.

سرچينې د الياس مهري د جنازې انځورونه رالېږلي او ويلي يې دي، چې نن چهارشنبه خاورو ته وسپارل شو.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۵

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه