• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د کورنیو چارو وزیر: ناقانونه افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي

۲ کب ۱۴۰۲ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې په دې هېواد کې غیر قانوني افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته وګرځي او د خپل هېواد په رغولو کې برخه واخلي. احمد وحیدي ټینګار وکړ: «موږ مخکې هم اعلان کړی و، چې غیر قانوني کډوال باید له ایران څخه وایستل شي.»

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې؛ نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د کب په دویمه) خبریالانو ته وویل: «موږ لا دمخه اعلان کړی و، چې ناقانونه افغان کډوال باید په ایران کې نه وي، باید خپل هېواد ته ستانه شي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کډوالۍ په قوانینو کې د بدلون پلان شته که نه؟ ښاغلي وحیدي وویل؛ له غير قانوني کډوالو سره د چلند يوه لايحه جوړه شوې ده، چې د تصویب لپاره اسلامي شورا ته استول شوې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر افغان کډوالو ته د کارتونو د وېش په اړه وویل، چې دغه کارتونه چمتو شوي او د وېشلو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ایران د کډوالو ملي ادارې اعلان وکړ، چې د کډوالو لپاره یې د استوګنې یو پلان جوړ کړی، چې کډوال کولای شي د ۱۰۰ میلیونو تومانونو په ورکولو سره دغه استوګنځای ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په سلګونو زره افغان کډوال د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته ولاړل.

دواړو هېوادونو په تېرو مياشتو کې لسګونه زره کډوال ايستلي او بېرته يې افغانستان ته لېږلي دي.

ويل کېږي، چې ایران په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ تیزه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۵

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه