• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستانه د وارداتي برېښنا د بشپړې پرې کېدو خبره رد کړه

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون په راپور کې راغلي،چې دغه شرکت له ازبکستانه د وارداتي برېښنا د بشپړې پرې کېدو خبره رد کړه. د طآلبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت ویلي، چې د ځینو تخنیکي ستونزه له کبله د ازبکستان وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه شوې؛ خو په بشپړ ډول نه ده پرې شوې.

د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي، چې د اړوندو مسوولینو سره د ستونزې د حل لپاره خبرې روانې دي او تر جوړېدو به یې له بدیلو حل لارو کار اخلي.

له بل پلوه وړمه ورځ په دغه شرکت کې ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په بشپړه توګه پرې کړې ده.
دا خبرې داسې مهال راپورته کېږي، چې همدا څو ورځې دمخه د طالبانو د برېښنا شرکت ویلي و چې ازبکستان ته یې د برېښنا خپل ټول پورونه پرې کړې دي.
وړمه ورځ د افغانستان برېښنا شرکت له‌خوا په خپره شوې خبرتیا کې راغلي و، چې د سلواغې په ۳۰مه ازبکستان پر افغانستان ۵۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړه.
خبرپاڼې زیاته کړې وه، چې د پلازمینې کابل سربېره د خلم او خنجان سب سټېشنونو ترڅنګ د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې دي.
له بل پلوه کابل مېشتي هم په تېرو وروستیو کې په پلازمېنه کې د پرچاوۍ له امله سر ټکوي.
دوی وایي، په سوړ ژمي کې په ساعتونو، ساعتونو د برېښنا نشتون له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي