طالبان وايي د مزار شریف ـ ازبکستان پټلۍ د بیارغونې کارونه پیل شول

AP ۱۴۰۲ کب ۳

طالبان وایي، چې د مزار شریف ـ ازبکستان ترمنځ د پټلۍ د بیارغونې کارونه پیل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې دا پروژه د شپږ میلیون او درې لکه ډالرو په ارزښت جوړیږي.

یو ازبکستانی شرکت د دې پروژې چارې پر مخ بیايي.
طالبانو ویلي، چې دا پروژه د مزارشریف له هوايي ډګر تر ازبکستان پورې ۷۵ کیلومټره اوږدوالی لري او په درېیو میاشتو کې به یې یو ازبکی قراردادي شرکت بشپړه کړي.
طالبانو ددې پروژې د مالي سرچینې په اړه جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال ازبکستان د حیرتان او مزارشریف د پټلۍ له لارې افغانستان ته تګ راتګ بند کړ.
ازبکستان د تګ و راتګ د ځنډولو لامل بیا د طالبانو د پټلۍ د ادارې له خوا "د تخنیکي ژمنو نه عملي کول" بللی و.
د ازبکستان پټلۍ ادارې ویلي و، چې د طالبانو د پټلۍ اداره پر خپل وخت «د هوکړې اقدامات» نه پلي کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ