طالبان: د تېرې ادارې یو شمېر چارواکو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

د طالبانو تر کنټرول لاندې د رسنیو مرکز په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د تېرې ادارې مسوولینو ته د خوندیتوب کارتونو د وېش پر دوام څو تنو نورو له بهره راغلیو پخوانیو چارواکو ته یې هم د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي؛ خو د دغو کسانو نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.

په راپور کې له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشاء مشر مولوي ذاکر هېواد ته د پخوانیو چارواکو په راتګ خوښي څرګنده کړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې د دوی سر او مال به د دوی په واکمنۍ کې خوندي وي.
نوموړي ویلي، چې د خوندیتوب کارت لرونکي له ځانګړو امنیتي او حقوقي اسانتیاوو څخه برخمن دي او په حقوقي مسایلو کې یې ادارې د جلب حق نه لري.
خو له بل پلوه په افغانستان کې د سرچینو په خبره، په تېرو کې مسوولین یوازې د خپلو شخصي کارونو، خپلو شتمنیو د خوندي کولو او ستونزو د حلولو په موخه د لنډو شپو ورځو لپاره ورغلي وو، چې د کارونو پر ختمېدو سره یې بېرته له افغانستانه پښې سپکې کړې دي.
داسې راپورونه هم شته، چې د طالبانو له‌خوا د عفوې یا خوندیتوب کارتونو لرونکي ځینې کسان هم په تېرو وروستیو کې په مرموز ډول وژل شوي او یا هم تري تم شوي دي.