• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه کاناډايي سپين پوستی چې یوه مسلمانه کورنۍ یې وژلې وه، په عمري بند محکوم شو

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۰

د کاناډايي رسنیو د راپور له مخې؛ هغه سپین پوستي کاناډايي ملتپال چې په قصدي توګه یې په ۲۰۲۱ کال کې د یوې مسلمانې کورنۍ څلور غړي اول تښتولي او بیا وژلي وو، د پنجشنبې په ورځ په عمري بند محکوم شو. نومړی د ۲۵ کلونو لپاره په هېڅ ډول د ازادیدو کوم چانس نه لري.

۲۳ کلن ناتانیل ویلټمن په تېر نومبر میاشت کې د هغه برید لومړی درجه قاتل وپیژندل شو، چې کاناډا ته یې ټکان ورکړی و. هغه د دې پریکړې په اړه کوم د پام وړ غبرګون نه دی ښودلی.

د دغې قضیې قاضي ویلي،‌ چې د ویلټمن برید یو ترهګریز عمل و؛ دا لومړی ځل دی، چې دا اصطلاح د سپین پوستو ملتپالو د تاوتریخوالي لپاره کارول کیږي.

ویلټمن د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې خپل پک اپ موټر د کاناډا د پلازمنیې اونټاریو په لندن ښار د پاکستاني اصله افضل کورنۍ پر پنجه غړو ور وخېژاوه. دغه کورنۍ له ماښامنۍ وروسته د قدم وهلو لپاره راوتلې وه.

په وژل شویو کسانو کې ۴۶ کلن سلمان افضل، د هغه ۴۴ کلنه مېرمن مدیحه سلمان، ۱۵ کلنه لور یومنه او د سلمان ۷۴ کلنه مور طلعت شامل وو.

د سلمان افضل او مدیحې نهه کلن ځوی په دغه برید کې سخت تپي شوی و. له برید لږ وروسته ویلټمن وویل: "ما دا برید کړی، ما دغه کسان ووژل."

ویلټمن د وژنې په تور د ذهني ناروغیو له امله په لومړي سر کې پړ نه و بلل شوی.‌

خو د محکمې قاضي ریني پومیرانس د پنج شنبې په ورځ ویلي: "زه د مجرم کړنې تروریستي عمل ګڼم."

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۵
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي