حقاني د دوحې غونډې ته په غبرګون: دنیاوالو موږ ته د خپل ځان په نظر کتل

AP ۱۴۰۲ کب ۳

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې غونډې ته غبرګون کې وايي: «دنیاوالو موږ ته د خپل ځان په نظر کتل.»

ملګرو ملتونو طالبان هم دې غونډې ته ور بللي وو، چې تېره یکشنبه او دوشنبه تر سره شوه، خو دوی پکې له ګډون ډډه وکړه.

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو او د افغان مداني فعالانو ګډون هغه څه بلل کېږي چې له امله یې طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

سراج الدین حقاني نن د خوست په مرکزي دارالایتام کې فراغت غونډې ته وینا کې د دوحې غونډې ته په اشاره وویل: «په دوحه کې چې کومه غونډه وه، دلته چې د اسلامي امارت مشرتابه کومه پرېکړه دوی ته وړاندې کړې وه، دنیاوالو موږ ته د خپل ځان په نظر کتل چې را ځئ پر دغو شرایطو به راځئ. د امارت اسلامي مشرتابه وویل چې لکه تر اوسه یې دماغ خپل ځای ته نه دي راغلي.»

ټاکلې وه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې غونډه کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی هم وټکل شي، خو داسې ونه شول.

ویل کېږي ایران، چین او روسیې له دغه استازي سره پر مخالف سربېره نورو غړو ته دا پیغام هم ور کړ چې اوسنیو شرایطو کې به د داسې کس ګومارل له طالبانو سره تعامل لا سخت کړي.

له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره نن د ملګرو ملتونو د یوناما مشرې کتلي دي.

طالبانو د روزا اوتنبایوا له قوله وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي ورته ویلي، د افغانستان لپاره داسې استازی نه ټاکي چې له طالبانو سره یې تعامل پېچلی کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ