شنبه‌های ارغواني غورځنګ:م.م او نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د جنسیتي توپیر شتون ومني

AP ۱۴۰۲ کب ۳

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، نړۍواله ټولنه باید په حقیقت کې د طالبانو د ډلې تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.
د دغه غورځنګ په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښځو سره د طالبانو چلند د دغه ډول ظلمونو ښکاره بېلګه ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې او نجونې د خپلو حقونو او ازادۍ له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ ان دوی له زده‌کړو، روغتیایي پاملرنو، کاري فرصتونو او په عامه ژوند کې د ګډون څخه منع شوې دي.
دغه غورځنګ لیکي، ښځې اوس‌مهال له کورني تاوتریخوالي، جبري ودېدو او ناموسي وژنې په ګډون له ګڼو تاوتریخوالو سره مخ شوې دي.
د دوی په وینا، دا کړنې نه یوازې د بشر له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه کوي؛ بلکې د نابرابرۍ او تبعیض کلتور ته دوام ورکوي.
دغه غورځنګ لیکلي، چې د جسیتي توپیر په رسمیت پېژندنه د طالبانو او نورو ظالمو رژیمونو ته یو پیاوړی پیغام ورکوي چې نړۍواله ټولنه به د بشري حقونو دغه ډول سرغړونې ونه زغمي او له دې سره به په طالبانو فشار راوړي چې خپلې تګلارې او کړنې بدلې کړي.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره هدفي نړۍوالو مداخلو ته اجازه ورکوي او دا د هغو ښځو لپاره چې د تاوتریخوالي یا ځورونې له ګواښ سره مخ دي د خوندي ځایونو او سرپناوو رامنځته کول هم اسانه کوي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندل د پوهاوي په لوړولو او د افغان ښځو د حقونو لپاره د نړۍوال ملاتړ په جلبولو کې مرسته کوي او د ښځو د حقونو سازمانونو، فعالینو او حکومتونو ترمنځ پیوستون هم پیاوړی کوي، چې د ډله‌ییز عمل لامل کېږي او د بدلون لپاره فشار زیاتوي.
دوی له نړۍوالې ټولنې د طالبانو پر مشرتابه د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پیژندل د بشري حقونو د ودې، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ او د نړۍوال پیوستون د پیاوړتیا لپاره اړین دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ