• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: نږدې ۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه په جبري توګه او خپله خوښه راستانه شول

۳ کب ۱۴۰۲ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، له ایرانه په راستنو شویو کډوالو کې ۳۰ بې سرپرسته ماشومان هم وو، چې په هرات ولایت کې وار چایلډ موسسې ته د هغوی د کورنیو د پیدا کولو په موخه سپارل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ د (کب ۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۱۶۴۱ تنه افغان کډوال په خپل خوښه او جبري توګه له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت وايي، د هرات د اسلام کلا له لارې راستنو شويو افغان کډوالو کې ۳۰ تنه یې بې سرپرسته ماشومان وو، چې د کورنیو د موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې د وار چایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.
همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ له پاکستانه هم ۲۳۰ تنه افغان کډوال په زور راستانه کړل شوي دي.
د کډوالو وزارت ویلي، ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۶ تنه و د تورخم او ۱۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴ تنه و د کندهار د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، له ایران او پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ او خوړو نړۍوالو سازمانونو ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه ورپېژندلي دي.
له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ په داسې حال کې دوام لري، چې د ایران د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ ویلي و، چې په دې هېواد کې نا قانونه افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته وګرځي او د خپل هېواد په رغولو کې برخه واخلي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي